د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د نږدې دوه میلیونه افغانیو مرسته وشوه

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د نږدې دوه میلیونه افغانیو مرسته وشوه


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1383

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د AFIAT پروژې تر چتر لاندې د MSH ادارې له لورې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د کرونا ضد واکسین د تطبیق په موخه د ۱۸۳۷۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۳ قلمه طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه چې په کې ماسکونه، د لاس ضد عفوني مایع، الکول پیډ، میزونه، چوکۍ، خیمې، قرطاسیه او نور اړین وسایل او ورسره د ښارې ټیمونو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ سهولت برابرول هم په دې مرسته کې شامل دي.

سرچینه وایي د یادې مرستې څخه موخه د کرونا ضد واکسینو د پوښښ لوړولو او خلکو ته د لاسرسي زیاتوالی په ګوته شوی دی.