ملګري ملتونه: ښایي روان کال د نیم میلیون په شااوخوا کې افغانان هېواد پرېږدي

ملګري ملتونه: ښایي روان کال د نیم میلیون په شااوخوا کې افغانان هېواد پرېږدي


  • 3 کاله دمخه (27/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1303

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښایي د روان کال تر پایه د نیم میلیون په شاوخوا کې افغانان هیواد پریږدي. 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمینټس خبریالانو ته ویلي چې دا اداره به په سیمې کې د ۵۰۰زرو پنا غوښتونکو لپآره چمتوالی نیسي. 

وروسته تر هغه چې طالبانو کابل ونیوه، ګڼ شمیر افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړله چې د هیواد نه بهر ووځي. 

تر دې وړاندې اروپایي هیوادونو هم اندیښنه ښودلې وه چې ښایي د افغانستان نه د پنا غوښتونکو لویه څپه پیل شي.