د افغانستان په تړاو د دوحې ناستې دویمه او وروستۍ ورځ پیل شوه

د افغانستان په تړاو د دوحې ناستې دویمه او وروستۍ ورځ پیل شوه


  • 11 مياشتي دمخه (19/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 462

په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو ناستې دوهمه ورځ پيل شوه.

د راپورونو له مخې، په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل چې د دې ناستې مهمه برخه وه، نه ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وګمارل شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي به په ځایي وخت له غرمې وروسته په درېيو بجو د ځانګړو استازو په ناسته کې وینا وکړي.

پرون ټول بحثونه دوه اړخیزه او څو اړخیزه وو، د شپې ناوخته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د سیمې له ځانګړو استازو سره ناسته تر سره شوه.

د ګوتېرېش په دغه ناسته کې د سیمې له هېوادونو ورهاخوا د اروپايي‌ ټولنې، امریکا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازو هم برخه اخیستې وه.

ځینو ديپلوماتانو ویلي چې د ملګرو ملتونو له مشر سره خبرې پر دې ورټولې وې چې د سیمې هېوادونه څه ډول له افغانستان سره په تعامل کې ګډ دریځ‌ غوره کړي‌.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د سیمې نژدې د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازه برخه لري.

په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر ډاکټر نعیم رسنیو ته ویلي، په دغه ناسته کې یې ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري.