سمسور (۲غبرګولی۱۴۰۱) د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د می په ۲۵ د نوي حکومت پرضد د اعتراض لپاره تر اسلام آباد پورې مارش وکړي.
عمران خان چې تېره میاشت له قدرته لیرې کړی شو، پرون یکشنبې په پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې، دوی دغه حکومت نه مني.
هغه زیاته کړې، چې دوی به تر هغو پورې چې جرګې منحلې شوې نه وي او د انتخاباتو لپاره نېټه اعلان شوې نه وي، په اسلام آباد کې پلتۍ ووهي.
عمران خان چې درې کاله یې قدرت په لاس کې و، د اپریل په لسمه د پارلمان له خوا د نه باور رایې په نتیجه کې له قدرته لیرې شو.