ایرانی چارواکی: د افغانستان او ایران ترمنځ به جګړه پېښه نه‌شي

ایرانی چارواکی: د افغانستان او ایران ترمنځ به جګړه پېښه نه‌شي


  • 1 کال دمخه (30/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 587

د ایران د سپاه‌پاسداران هوایي ځواک قوماندان ویلي، «دُښمنان» هڅه کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ نښته پر جګړې بدله کړي.

امیر علي حاجي زاده زیاته کړې، چې هېڅکله به داسې ونه شي او دغه ډول مسائل باید ستر ونه ښودل شي. 

درې ورځې مخکې د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و. 

د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي وو، ایراني ځواکونو د افغانستان پر لور ډزې کړې وې چې د متقابل لوري له غبرګون سره مخ شول او د نښتې پر مهال له دواړو خواوو یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. 

خو د ایران دولتي اژانس ایرنا په یوه راپور کې ویلي وو چې په دې نښته کې د ایران دوه پوله‌ساتي وژل شوي دي.