سمسور نیوز (۲۹لېندۍ۱۴۰۱) ځایي روغتیایي چارواکي وایي، د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یوې نامعلومې ناروغي دوه کسان وژلي او لسګونه نور پرې اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتيا رئيس عبدالحکيم حکيمي ویلي، د دې ناروغۍ لسګونه پېښې ثبت شوې او تر اوسه یې دوه ماشومان وژلي دي.
د دې شکمنې ناروغۍ نښې تبه او له خولې او پوزې څخه د وينې بهېدل ښودل شوي.
دا ناروغي تر اوسه نه ده پېژندل شوې؛ خو حکیمي ویلي، چې سیمې ته یې روغتیايي کارکوونکي استولي او د ناروغانو په درملنه بوخت دي.