ټروډو: د خپل متقاعد پوځي نېول کېدل جدي ګڼو

ټروډو: د خپل متقاعد پوځي نېول کېدل جدي ګڼو


  • 4 اونۍ دمخه (17/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 10

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د نیول شوي پخواني متقاعد پوځي ډېوډ لاوري موضوع جدي ګڼي او د هغه د خلاصون لپاره له هرې لارې هڅه کوي.

 

د رویټرز د خبر له مخې، د کاناډا حکومت تر اوسه د هغه له کورنۍ سره قونسلي ملاتړ کړی او هڅه کوي چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

 

سره له دې چې د افغانستان اوسني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ کاناډايي رسنۍ خبر ورکړی وو، چې کابل کې یو پخوانی کاناډايي متقاعد پوځي نیول شوی دی.