جاپان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي

جاپان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي


  • 2 کاله دمخه (24/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 930

په کابل کې د جاپان سفیر وایي، هېواد یې غواړي له نوي حکومت سره کار ته ادامه ورکړي. 

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي، د جاپان سفیر تاکاشی اوکاتا تېره ورځ د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.  

په دې کتنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې جاپان په کابل کې د امنیت د ډاډ ترلاسه کولو وروسته تصمیم لري، چې خپل سفارت بېرته پرانېزي او د عملي اقداماتو لپاره یو مشترک چارچوب ایجاد کړي. 

هغه زیاته کړې، چې دوی له افغانانو ملاتړ کوي او غواړي له دوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په وینا یې، دا مرستې باید د ژمي تر رارسېدو وړاندې افغانستان ته راورسېږي.

د ویلو ده، چې د نوي حکومت سل ورځې پوره شوې؛ خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ځینې هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیستي دي.