ايادسولې لپاره دومره قرباني بس نده؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1285

 دسولې نړيواله ورځ چې هرکال دسپتمبرپه يوويشتمه په هېوادکې په  بېلابېلوډولونو لمانځل کېده .سږکال دپروفيسوراستادبرهان الدين رباني لخواچې دسولې دعالي شورا رئيس هم وو ، په هېوادکې دتل پاتې سولې لپاره په داسې حال کې ولمانځل شوه،چې دخپلوشريفواومتدينو ولسونولپاره يې خپلې ويني نذرانه کړې،اودتاريخ په پاڼه کې يې يونوى اوزرين باب پرانيست.

 رښتيادى چې وايي:چې  پيداشي يو ناکس په قبيله کې –وړاندې وروسته حبطه کاندي نسب .په ډېر تاسف سره بايد ووايو چې زمونږ ګرانې مور  ( افغانستان)  په خپله عزتنمنده اوسوله پروره لمنه کې داسې نا اهله اوله الهي اوامروڅخه سرغړوونکي اولادونه هم  روزلي اورالوي کړي چې نن د خپلې همغې مور لمنه شلوي او په سر يې وراړوي لکه د تېرې ورځې عامل چې څوورځې يې د سولې د عالي شورا په مېلمستون کې د همدې دسترخوان پر سرايښې کاسه کې ډوډۍ وخوړه په  همغه کاسه کې يې پښه کېښوده ده هماغه بستره چې دى پکې ويده شوى وو بېرته يې د خپل ورور په وينو سره کړه .
که څه هم چې استاد رباني د سولې له روانې  پروسې څخه راضي نه ښکارېده خوبيا يې تر خپل وس هلې ځلې کولې اوله دولت څخه خپل ناراضه وروڼه يې دې ته رابلل چې ټوپک کېږي اوقلم را اوچت کړي هغوى ته يې داسې ذهنيت ورکاوه چې ټوپک هېڅ کله هم ديوه هېواد اونظام په جوړولوکې کوم مثبت رول نه شي لوبولى اونه يې په تېر تاريخ کې لوبولى دى،نو يواځې سوله ده چې دهرڅه په ښه کولوکې مثبت رول لوبولى شي .
داسې هم ويل کېږي چې ددې خبرې امکان هم ډېر زيات وچې استاد برهان الدين رباني له  خپلې دندې (دسولې دعالي کميسون له مشرۍ) نه لاس په سرشي ولې هغه هېواد ورڅ تر بلې د بحران خواته روان ليده .
استاد برهان الدين رباني د خپل پيدايښت په ورځ، چې يو اويا يمه کليزه يې وه په يوه   بزدلانه اوناځوانمردانه  پېښه کې د هېواد  د خلکو اوسولې له يوتن دښمن لخوا په داسې حال کې په شهادت ورسېد ه چې د سولې نړيواله ورځ يې بايد له نورو هېوادوالوسره يوځاى په خپله کليزه کې په خوښۍ لمانځلې واې ،خوتاريخ به دده شهادت په ډېروياړسره يادکړي،مګردهغه چاچې داعمل يې ترسره کړد بشريت دستردښمن اوقاتل په نوم يادکړي .
سوله يوانساني ضرورت دى چې هېڅ څوک ترې سترګې نه شي پټولى اوافغان ولس خوبيا په سولې دومره   بروسه  لري چې که وجود يې ټوټې ټوټې هم شي ،نوهره  هره ټوټه به يې د سولې اوامن نارې وهي ،دادهر افغان شعاردى .
ځينې سياسي شنونکي اودملي شوراغړي بياد استاد برهان الدين رباني وژنې لاملونه بېلابېل په ګوته کوي،.ځينې وايي چې په دې پېښوکې تر ډېره بريده ګاونډي هېوادونه چې نه غواړي په افغانستان کې سول راشي ، لاس لري .ولى چې دا هېوادونه هېڅکله هم نه غواړي چې افغانستان يوبه ځان بسيا حکومت ولري اوافغانان ارام اوسوکاله ژوند ولري .
خويوشمېر بيا په هرچا دافغان دولت اودسولې د عالي شورا خوشباوري ددې پېښو د رامنځته کېدو لوى اواصلي عامل ګڼي هغوى وايي چې هر څوک ورته ځان طالب يا ددولت مخالف معرفي کړي نودولت ورته غېږه پرانيستې وي اوځان ته يې نږدي کوي .
بې له دې چې د هغه په اړه ثبوت اوکره معلومات ولري ددولت مخالف يې معرفي کوي اوله څه امتيازورکولوڅخه وروسته په خپله مه ځي ،چې کله کله هم کوم دوکاندار اوياهم کوم بزګرثابت شي اويا هم ترې ځنې وخت  ورته پېښې رامنځته کېږي .
  خو زما په نظر چې په دې کې دافغانستان استخباراتي کړۍ هم ګرمې دي ولې چې هغوى داهم ويلي چې  ددوى له خوا د سولې دعالي شورا رئيس ته ويل شوي وو چې د ترور په خاطر يې کابل  ته خلک داخل شوي اوپرځان دې پام کوي .کله چې دوى دومره خبر ترلاسه کوي نو ولې يې بيا په نيولو اقدام نه کوي ، چې وروسته د پېښې له واقع کېدو خبرونه ورکوي .
ويل کېږي چې دسولې عالي شورا رئيس تر وژل کېدو يونيم ساعت د مخه دايران هېواد څخه راستون شوى وواوهلته په ايران کې يې په يوه غونډه کې شرکت کړى وو چې په همغې غونډه کې د طالبانو د رهبر ملاعمراستازيو هم ګډون درلود.
دافغانستان پخوانى ولمسشر اودجمعيت اسلامي ګوند مشر استاد برهان الدين رباني په ١٩٤٠زېږديزکال د سپتمبر په ٢٠ د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کې زېږېدلى و.چې په همدې ورځ يې له نړۍ څخه سترګې هم پټې کړې .
رباني په ١٩٦٣م کال د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځۍ  فارغ شو هغه د پروفيسور صبغت الله مجددي په مشرۍ ددوه مياشتني حکومت څخه وروسته ديوه تړون له مخې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
کله چې  د طالبانو حکومت وپرزېده او دالمان دبون په غونډه کې حامد کرزى د افغانستان نوى ولسمشر وټاکل شونو له هغې وروسته برهان الدين رباني په ټاکنو کې له کرزي خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ١٣٨٤ لمريز کال د ولسي جرګې په لومړيو ټاکنو کې استاد رباني د بدخشان څخه نوماند شواوولسې جرګې ته يې لاره پيداکړه، خوپه دوهمه دوره کې يې ځان ونه نوماوه .
چې دولسمشرکرزي لخوا له وسله والومخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې   سولې عالي شورا رئيس وټاکل شو.
وروسته له هغه چې په ٢٠١١زيږديزکال کې د ملګروملتونوسازمان عمومي ټولنې پرېکړه ليک په صادرولو سره د سپتمبر ٢١مه د اوربند روان تاوتريخوالى د نړيوالې ورځې په توګه اعلان کړه اوس هرکال دغه ورځ د سولې دنړيوالې ورځ په توګه المانځل کېږي .