څنګه کولای شئ، چې خپل پوستکی ځوان او نرم وساتئ؟

څنګه کولای شئ، چې خپل پوستکی ځوان او نرم وساتئ؟


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • سمسور
  • 2058

خفګان، د اوړي ګرمي، د ژمې یخه هوا، کمزوری غذايي رژیم، دوړې او ګردونه، سورخي او سپیدې او پلاستیکي جراحي ستاسې د مخ پوستکی زیانمنوي، خو څنګه کولای شو، چې د خپل مخ پوستکی نرم او ملایم وساتو؟!

۱ـ د لیمو جوس:

د لیمو جوس ستاسې د مخ داغونه او رټې ختموي. د مخ مړې یا له کاره لویدلې حجرې له منځه وړي او د مخ پوستکی تازه کوي. د مخ اضافي غوړ هم له منځه وړي.

لومړۍ طریقه:

یو لیمو وزبیښئ او اوبه يې په مخ او غاړه باندې ومږئ. د ۱۰ دقیقو لپاره يې پر مخ پریږدئ او بیا يې په یخو اوبو پریمنځئ. دا کار هره ورځ وکړئ او يايې په اوونۍ کې څو ځلې ترسره کړئ. حیرانونکي بدلونه به د خپل مخ د پوستکې په نرموالي کې وګورئ.

دوهمه طریقه:

نیمو لیمو د یوې هګۍ په سپینو وزبیښئ. بیا يې سره ګډ کړئ. مخلوط يې پر مخ پورې کړئ. له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې پر مخ پریږدئ. بیا يې په تړمو اوبو پریمنځئ. دا چاره په اوونۍ کې یو ځل یا دوه ځلې ترسره کړئ.

۲ـ شات (شهد): 

شات (شهد) د مخ پوستکې په نرموالي او ښویوالي کې ډير رول لري.

طریقه: شات (شهد) مو په مستقیم ډول پر مخ ومږئ او د لسو دقیقو لپاره يې پر مخ پریږدئ. بیا يې په یخو اوبو سره پریمنځئ.

بله لاره يې داده، چې شات (شهد) د یوې هګې له سپبنو سره ګډ کړئ او پرمخ يې پورې کړئ. ۲۰ دقیقي پریږدئ او بیا يې په یخو اوبو او صابون سره پریمنځئ. مخ مو په پاک دستمال وچ کړئ.