چینایي سوداګرو پنجشېر کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چینایي سوداګرو پنجشېر کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې


  • 8 مياشتي دمخه (20/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 331

د چین یو شمېر سوداګریز شرکتونه غواړي، چې د پنجشېر د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. 

د یاد ولایت رسنیز دفتر په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغو سوداګرو د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې دا لېوالتیا ښودلې ده.  

خبر پاڼه کې راغلي، چې دې پانګوالو له پنجشېر څخه تر کابله د اوبو د لېږد په پروژه کې هم پانګونې ته ليوالتیا ښودلې ده. 

د پنجشېر والي د چينایي سوداګرو د لېوالتيا هرکلی کړی او نورو کورنيو او بهرنیو پانګوالو ته یې هم د پانګونې بلنې ورکړې ده.  

 سرچینې زیاته کړې، چې په دې ولایت کې زرګونه کانونه کشف شوي او اوسمهال تر ۵۰۰ د زياتو د استخراج چارې روانې دي.