افغانستان له سوېلي کوریا څخه ماتې وخوړه

افغانستان له سوېلي کوریا څخه ماتې وخوړه


  • 2 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 42

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام پخپله دویمه لوبه کې د سوېلي کوریا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې څخه د شپږ د صفر ګولونو په توپیر سره ماتې وخوړه. 

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې یاده لوبه پرون شپه په سعودي عربستان کې ترسره شوه. 

افعانستان په دغو سیالیو کې په درېیم ګروپ کې له یمن، سوېلي کوریا او اندونیزیا سره قرار لري، چې تر دا مهاله یې دوې لوبې کړې او د دواړو په بایللو سره له مخکې تګ څخه پاتې شو. 

ټاکل شوې، افغان لوبډله د ګروپ وروستۍ لوبه د اندونیزیا له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره ترسره کړي.