- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سرخط ورځپاڼه
- 1149
پر پخواني ولسمشر د رشوت ورکولو تور
حامد کرزي د ايران او CIA له خوا ده ته له لېږل شويو ډالري کڅوړو د مياشتې ۱۰۰ زره ډالر پير سيد احمد ګيلاني او پخواني جهادي مشر ښاغلي سياف ته ځانګړي کړي وو.
د مولوي محمد نبي محمدي پر زامنو وروسته له هغه چې په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د محمد يونس قانوني خوا ونيوله، دغه باد راوړې پيسې قطعه شوې.
د مولوي خالص د تنظيم ونډه حاجي دين محمد ترلاسه کوله.
ان حکمتيار ته هم د مياشتې سل زره ډالره په پام کې نيول شوي وو چې د ښاغلي داوودزي په لاس ورلېږل کېدل.
نيويارکر مجلې د فساد يوې داسې دوسيې پاڼه رااړولې چې پخوانی ولسمشر پهکې رشوت اخيستونکی نه، بلکې د رشوت ورکوونکي په توګه پړ بلل شوی.
د نيويارکر په ليکنه کې حامد کرزي د ايران او CIA له خوا ده ته له لېږل شويو ډالري کڅوړو د مياشتې ۱۰۰ زره ډالر پير سيد احمد ګيلاني او پخواني جهادي مشر ښاغلي سياف ته ځانګړي کړي وو.
د پير ګيلاني کورنۍ پر دغه ليکنه سخت غبرګون ښوولی او په يوه اعلاميه کې يې له پخواني حکومت سره خپلې اړيکې د اصولو له مخې د ملي ګټو او د نظام د پايښت پر بنسټ بللې دي، ځکه خو د پير ګيلاني مرستيال سيد حامد ګيلاني د نيويارکر مقاله دروغ بللې.
د ده په خبره، نيويارکر ته يې يو سر خلاصی ليک ترتيب کړی چې يا خو دې د خپلې مقالې لهپاره اسناد وړاندې کړي، يا دې له ګيلاني کورنۍ او پخواني ولسمشر څخه بخښنه وغواړي.
که څه هم پخوانی ولسمشر د نيويارکر د دغسې بخښنې اړ نه دی ځکه چې له دې د مخه يې پر خپله کورنۍ د نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ د لګېدلويو تورونو د بخښنې کومه غوښتنه نه ده کړې، خو دا د ښاغلي ګيلاني لورينه ده چې نيويارکر د ګيلاني کورنۍ ترڅنګ له حامد کرزي پر بخښنه غوښتو اړ ګڼي.
ښه به وي چې ياده کړو چې نيويارک ټايمز او واشنګټن پوست په وار وار په فساد او د هيرويينو په قاچاق کې د حامد کرزي کورنۍ ښکېله بللې، خو د کورنۍ هيڅ يوه غړي يې پر دغو ورځپاڼو کومه دعوا نه ده کړې.
پخواني ولسمشر په خپلو مرکو کې په زغرده له همدغو پيسو د علماوو شورا د جهادي شخصيتونو، د سولې شورا او نورو اړخونو د پاللو خبره رااخستې، ځکه خو يې نه د دغو پيسو ورکړه پټه ساتلې او نه هم وېش.
نيويارکر ته تر اوسه د ګيلاني کورنۍ له خوا نه سرخلاصی ليک او نه د احتجاج کوم بل غبرګون رسېدلی دی، خو د پخواني ولسمشر د دفتر يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، سرخط ته وويل چې په دغو پيسو کې د ولسمشر کرزي په پرتله د ولسمشر د دفتر رياست خلاص لاس درلود.
د ده په خبره، په دفتر کې د دغو پيسو د راکړې ورکړې هيڅ اسناد نه ساتل کېدل، په يوه لاس يې واخله او په بل لاس يې وباسه خبره ګرځېدلې وه.
د ده په خبره، ځينو ته له دغو پيسو مياشتنۍ ونډه ټاکل شوې وه چې د هرې مياشتې په پای کې نغده وررسېدله.
د يو شمېر نورو لهپاره د درملنې، د موټرانو او کور رانيولو کلنۍ کرايې او نورو لګښتونو لهپاره ولسمشر د دفتر د رييس په نامه يوه لنډهکۍ حکمه کې د پيسو کچه ټاکل کېده، خو دغه حکم هيڅکله هم د دفتر په اسنادو يا د دغو پيسو د راکړې ورکړې په دوسيه کې نه ساتل کېده چې د ده په خبره، اصلاً دغسې کومې دوسيې شتون نه درلود.
سرچينه ټولو جهادي تنظيمو ته له دغو پيسو د مياشتنۍ ونډې خبرې کوي، البته د مولوي محمد نبي محمدي پر زامنو وروسته له هغه چې په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د محمد يونس قانوني خوا ونيوله، دغه باد راوړې پيسې قطعه شوې.
د مولوي خالص د تنظيم ونډه حاجي دين محمد ترلاسه کوله.
د سرچينې په خبره، ان حکمتيار ته هم د مياشتې سل زره ډالره په پام کې نيول شوي وو چې د ښاغلي داوودزي په لاس ورلېږدېدل.
د دغه کارکوونکي په خبره، دغه پيسې په ارګ کې د فساد او درغليو هغه سرچينه ګرځېدلې وه چې د ولسمشر په دفتر کې يې سر و کال د لوشولو لنګه غوا په پښو درولې وه.
د يادې سرچينې په وينا، د حامد کرزي سترګې مړې وې، ځکه خو يې په خپله پر نورو د دغو پيسو له خوړلو زيات خوند او ډاډ تر لاسه کاوه، له همدې امله يې کله هم د دغو پيسو د حساب خبره له چا سره نه ده راپورته کړې.
د ده په وخت کې دغه پيسې لکه بوس په ښاخيو بادېدلې، له همدغو پيسو د دفتر رييس د مېډيا مافيايي شبکه په پښو ودروله.
پخواني ولسمشر له يوې لسيزې رياست د دغو پيسو په بادولو تنظیمي مشران او جنګسالاران د بېخرته پيسو او امتيازونو معتاد وګرځول چې اوس د دې پيسو په درېدو، لکه پوډريان ګرګ نيولي دي، لګيا دي خپلې ږيرې شکوي.
سرخط ورځپاڼه