سمسور نیوز (۲۲لېندۍ۱۴۰۱) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، په خوست ولایت کې د احسان سعادات په نوم د دغه غورځنګ یو غړی نیول شوی دی.
ښاغلي پښتین پر خپل فیسبوک لیکلي، چې احسان سعادات له پوهنتون څخه د فراغت مراسمو پر مهال پر خپلو کالیو د «پي ټي ایم» نوم لیکلو په تور نیول شوی دی.
هغه د احسان سعادات د ژر تر ژره را خلاصولو غوښتنه کړې ده.
انځور کې ښکاري، چې سعادات د پي ټي ایم نوم لیکلو ترڅنک، د هېواد ملي بیرغ هم پر خپل ځان رسم کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خبرداری ورکړی، چې که یاد کس راخوشي نهشي؛ نو دوی به په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په پېښور، کوټه او کراچۍ قونسلګریو مخې ته اعتراضي پرلت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو هم د احسان سعادات نیول کېدل تائید کړي دي؛ خو په خوست کې د ا ا ځايي مسؤلینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.