د ولسي جرګې غړي: که طالبان افغانان وي؛ نو د سولې خبرې دې په کور دننه وکړي
سمسور( دوشنبه د وري ۳۰) د ولسي جرګې غړي د سولې روانو خبرو ته په اشارې وايي، چې افغانستان کې د بهرنیانو شتون د طالبانو د جګړې لپاره پلمه وه؛ خو اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ نو طالبانو ته په کار ده، چې د سولې خبرې په هېواد کې داخل ترسره کړي.
دوی نن د جرګې په امتیازي سات کې وویل، که طالبان خپله خپلواکي ثابتول غواړي او ځانونه افغانان ګڼي؛ نو د افغان سولې پر سر خبرې دې د افغانستان په داخل کې وکړي.
د ولسي جرګې غړو همداشان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانې وستایلې او زیاته یې کړه، چې دوی کولای شي په هر ډول حالاتو کې د افغانستان له خاورې دفاع وکړي.
ولسي جرګه په داسې حال کې له طالبانو په کور دننه د خبرو غوښتنه کوي، چې یادې ډلې له اوږدې مودې راهیسې دوحه کې هم د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم سره خبرې نه دي کړي.