اوچا: له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو ۶۰ سلنه ماشومان دي

اوچا: له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو ۶۰ سلنه ماشومان دي


  • 1 کال دمخه (08/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 351

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د نومبر میاشتې په لومړیو څلورو ورځو کې ۲۱ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راغلي دي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

په راپور کې راغلي، چې ډېری راستنې شوې کورنۍ د تللو لپاره ځای نه لري او لا هم فرضي کرښې ته څېرمه مېشتې دي.

اوچا د دغو راستنو شویو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې اټکل کړی، چې پاکستان کې لا هم تر ۱.۳ میلیونه غیر قانوني افغان کډوال اوسي.