کندهار کې خاوند خپله مېرمن وژلې

کندهار کې خاوند خپله مېرمن وژلې


  • 2 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 91

د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د ارغنداب ولسوالۍ په ګل قلعچه کې یو کس خپله مېرمن وژلې او اوخښی یې ژوبل کړی دی.

د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول مولوي اسدالله جمشید وايي، یاد کس خپله مېرمن د خپل خسر په کور کې په ډزو سره وېشتلې او خپل اوخښی یې هم وېشتلی دی.

جمشید د یادي پېښي د رامنځته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی؛ خو د وژونکي د نیولو په اړه یې څه نه دي ویلي. 

دا پداسې حال کې ده، چې شاوخوا دوې نیمې میاشتي مخکې هم د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې خپلو وروڼو یو ورور وژلی ؤ.