طالبان: د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره درې‌زره کسیزه قطعه جوړوو

طالبان: د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره درې‌زره کسیزه قطعه جوړوو


  • 3 کاله دمخه (10/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1068

سمسور (دوشنبه د مرغومي۲۰) کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاپي پروې پر وړاندې هیڅ راز امنیتي خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه جوړېږي.

د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو پر طرحه کار پیل شوی دی او ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي. 

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې دغه قطعه به د ټاپي پروژې د پلي کېدو په ساحو کې د امنیت ساتنې دنده پر غاړه ولري. خوستي زیاته کړې ده چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تر څنګ د استخباراتو عمومي ریاست د ټاپي پروژې د امنیت د ټينګښت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی دی. 

د یادونې ده چې د کانونو وزارت هم ویلي چې ا.ا واک ته تر رسېدو مخکې هم د ګازو د نل‌لیکې د امنیت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی و، اوس هیڅ ډول ستونزه نشته او دغه پروژه باید هر څه ژر پیل شي.