قریشي: زموږ سیاست تغیر وکړ، نور په افغانستان کې جګړه نه غواړو.

قریشي: زموږ سیاست تغیر وکړ، نور په افغانستان کې جګړه نه غواړو.


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1312

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، هیواد یې له افغانستان سره د سولې د ټینګښت په برخه کې همکاري ته چمتو دی. 

د ملي مصالحې عالي شورا د اعلامیې له مخې شاه محمود قریشي دغه څرګندونې نن په ترکیه کې د "انتالیا ناستې" په څنډه کې ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

د یادې شورا د مالوماتو پر اساس، ښاغلي قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په خبره یې دغه هېواد په هېڅ صورت د پوځي حل لارې او د طالبانو د پوځي تسلط طرفدار نه دی.

قریشي همداراز د یادې لیدنې پر مهال ویلي، د سیمې په اړه د پاکستان سیاست تغیر کړی او په وینا یې په سیمه کې اقتصادي ګټو ته ګوري چې د افغانستان د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا اعلامیه کې راغلي، په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی او په دې پروسه کې د دغه هېواد رول مهم بللی دی. 

دواړه لوریو همدارنګه د معنا دارو خبرو اترو پر پیل کېدو او له شته وخت څخه د سولې ټنګښت په برخه کې پر ښې ګټې اخیستنې هم ټینګار کړی دی. 

د ویلو ده، چې افغان حکومت پاکستان په افغانستان کې د حکومت ضد وسله‌والو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي او په خبره یې دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.