د امریکا یوه نظامي چارواکي پرون د جمعې په ورځ، فاکسنیوز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکا پوځ، د افغانستان شمال کې پر طالبانو دوه ځایه هوایي بریدونه کړي.
د سرچینې پر بنسټ، دا هوایي بریدونه په کندوز او بغلان ولایتونو کې شوي، چې زیات شمېر طالبان پهکې وژل شوي دي.
د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو د پنجشنبې له ماښامه تراوسه پورې د اوو ولسوالیو مرکزونه بېرته له طالبانو نیولي دي او په دې موده کې یې درنه مرګ ژوبله هم ور اړولې ده.