په دسمبر کې مې ځينو ملګرو ته ووېل هغه طالب چې زه یې پېژنم فکر نکوم له رخصتيو وروسته د جنوري په پنځمه دې مذاکراتو ته کېني. له هغې ورځې تر ننه بيا طالبان د خبرو مېز ته نه دي حاضر شوي او دا دی نن یې د ترکيې په ناسته کې هم له ګډون څخه انکار وکړ. څو دلايله و.
لومړی: د ټرمپ له ناکامۍ وروسته په امريکا کې د طالبانو په اړه دريځ بدل دی. طالبانو ته نور د امريکا ولسمشر د "زړور او هوښيار" خلکو خطاب نه کوي. طالبانو ته په امتياز ورکولو هغسې چې امريکا توقع لرله طالبان به جګړه و دروي، ونشو. طالبانو د امريکا له امتياز ورکونې او حکومت له انعطافه سوء استفاده پېل کړه او دا یې په ځای د دې چې سولې ته د رسېدو لپاره شنه څراغونه بللي و، د امريکا او حکومت د ضعف نکتې یې تعبير کړې. دا هغه څه دي چې د طالبانو د سياسي ويژن د نشتوالي څرګندونه کوي.
دوهم: طالبان له تاوتريخوالي او جګړې پرته بل هيڅ د قوت نقطه نلري چې وکولی شي، نړۍ او افغانان قايله کړي.
دريم: طالبان له نويمې لسيزې نيولې تر ننه د شمالي ټلوالې سره له مذاکراتو نيولې، تر د نړېوالو سازمانونو سره د دوی د سخت دريځه حکومت، نړېوالو نورمونو څخه سرغړونې، نړېوال رسميت جلبولو، د اسامه په سر شخړې او بيا دا دی د سولې په پروسه کې د مذاکراتو کاميابه تجربه نلري او په دې دومره وخت کې دوی د مذاکراتو ښه تاريخچه نه ده پرېښې. يعني له طالبانو سره تعامل تر بل هر چا سخت دی. شايد لويه وجه یې له نړېوالو مسايلو، حکومتدارۍ او معاصرې دنيا څخه نه اګاهي وي. جامد سياست او نه انعطاف د طالبانو سټراتيژیک فرهنګ دی، چې په اړه یې پوهېدل مهم دي.
څلورم: په مذاکراتو کې د بيا بيا خنډ اچولو له لارې طالبان غواړي چې وخت واخلي او د مۍ لومړۍ نېټه را و رسېږي. د مۍ د لومړۍ نېټې په را رسېدو به طالبان امريکا د تړون په سرغړونه تورنه کړي. د نظامي، ديپلوماتيکو او تبليغاتي حربو په مټ به د فشارونو يوه نوې لړۍ پيل کړي. طالبان به بيا ځلي خبرو ته امادګي د نورو امتيازاتو په اخيستلو پېل کړي.
پنځم: طالبان فکر کوي چې ټاکنې د زعامت ټاکلو د يوه اصل په توګه منل به طالبانو ته صدمه و رسوي. دوی به ونشي کولی چې په نوي افغانستان کې د ټاکنو له لارې واک خپل کړي، بلکې تر ډېره به د حکومت څښتن نه، بلکې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام په څېر د حکومت برخه وي. د نوي افغانستان سره طالبانو ته تعامل سخت دی، خو ناممکن نه دی.
شپږم: طالبانو له تړون وروسته د دوامداره خشونت له لارې د امريکا، نړېوالې ټولنې او افغانانو په وړاندې باور بايللی او طالبانو باندې د باور کچه هغسې نه ده چې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې وه. بناء امريکا، نړېواله ټولنه او افغان حکومت د طالبانو سره په تعامل کې ډېر محتاط شوي.
اووم: طالبان د افغانستان اوسنی سياسي قشر، بيوروکراسي او فعالان د يوه واقعيت په حيث نه مني او د اشغال؟ پاتې شوني یې بولي چې يوازې او يوازې د طالبانو د امارت په منلو مکلف دي.
دلايل نور هم شته چې د دې ليکنې له حوصلې به ډېر شي. که طالبان خپل برخورد ته همداسې دوام ورکړي. موقف یې ضعيفه کېږي. د سياسي بريا فرصت له لاسه ورکوي. جګړه زور اخلي. صدمه افغانان ويني او بې مانا وينه توېږي.