رويټرز: د ايران مذهبي مشر د يورانيمو د غني کولو په موخه د امريکا وړانديز رد کړ

رويټرز: د ايران مذهبي مشر د يورانيمو د غني کولو په موخه د امريکا وړانديز رد کړ


  • 2 ورځي دمخه (04/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 124

رويټرز په يوه راپور کې ويلي، د ايران مذهبي مشر د امريکا هغه ورانديز چې دغه هېواد به يورانيم نه غني کوي، رد کړی دی.

نوموړي ويلي، دغه چاره په بشپړه توګه د ايران له ګټو سره په ټکر کې ده.

امريکا دغه وړانديزونه له پنځم پړاو خبرو وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ته سپارلی وو.

ايران او امريکا تراوسه پنځه پړاوه خبرې کړي، خو امريکا اجازه نه ورکوي چې ايران دې يورانيم غني کړي، هغه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه جنجالي مسله همداسې بې پایلې پاتې ده.

د يادونې وړ ده چې خامنه ای له دې وړاندې هم ويلي وو، هېڅ اړ ندي چې د هستوي کارونو په برخه کې له امريکا اجازه واخلي.