سمسور(دوشنبه-د وري ۲۰) ترکمنستان کې مېشت یو شمېر افغان دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او دا یې افغان وژنه او د اسلام د ټولو اصولو خلاف کار بللی.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ترکمنستان کې میشت افغان عالمانو د افغانستان جګړې په اړه ویلي، چې طالبانو یواځې د مسلمانانو وینې بهیدل روان کړي او د روانې جګړې ډول یې د اسلام له ټولو قوانیونو سره خلاف عمل دی.
یادو عالمانو همداشان ویلي، چې افغانستان اوس مهال روشن فکرو، په علم سمبال او هغو کادرو ځوانانو ته اړتیا لري، ترڅو افغانستان د نړیوالو په کتار کې ودروي؛ خو طالبان د علم مخه نیسي او هڅه کوي، چې دیني عالمان او په هېواد کې هغه ځوانان ووژني، چې راتلونکي کې د افغانستان لپاره کار کولای شي، ترڅو ددوی پر وړاندې څوک غږ پورته نه کړي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.