د ریچارډ بینیټ کاري موده یو کال نوره غځول شوی

د ریچارډ بینیټ کاري موده یو کال نوره غځول شوی


  • 3 مياشتي دمخه (10/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 82

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره ورځ په یوه پرېکړه لېک کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ کاري موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

 

یادې شورا پخپله ۵۷مه غونډه کې دا پرېکړه لیک تصویب کړی او له هغه څخه یې غوښتي؛ ترڅو د افغانستان په اړه راپور جوړ او دوی ته یې وړاندې کړي. 

 

د راپورونو له مخې، د هغه ماموریت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په روانه اکټوبر میاشت کې پای ته ورسېد او تازه یو ځل بیا د هغه ماموریت د ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر اکټوبر میاشتې پورې غځول شوی دی.

 

دا پداسې حال کې ده، چې پر نوموړي د سرپرست حکومت لخوا افغانستان ته د راتګ بندیز لګېدلی او دی یې نړیوالو ته د افغانستان د ناسمو معلوماتو په رسولو تورن کړی دی.