سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

سېشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٢
جاپان د هرات زلزله ځپلیو لپاره د مرستو راټولولو ژمنه کړې

جاپان د هرات زلزله ځپلیو لپاره د مرستو راټولولو ژمنه کړې


  • 1 کال دمخه (22/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 394

د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د جاپان له مخکېني سفیر تاکاشي اوکادا او اوسني سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

خبر پاڼه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له قوله ویل شوي، چې افغانستان او جاپان تاریخي اړیکې لري او جاپان د افغانستان په بیا رغونه کې رغنده رول لوبولی شي.  

خبر پاڼه زیاتوي، چې د جاپان سفیر هرات کې پر وروستۍ رامنځته شوې پېښې خواخوږي ښودلې او د دغې پېښې له قربانیانو سره یې د مرستې لپاره د ۴ میلیونه ډالرو د راټولولو ژمنه کړې ده. 

د یادونې وړ ده، چې جاپان څو ورځې وړاندې هم د هرات له زلزله‌ ځپلیو سره بېړنۍ نغدي مرسته اعلان کړې وه.