په جرمني کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان (Hengaw) ویلي، چې د ایران حکومت د یاد هېواد په لرستان ولایت کې یو افغان په دار کړی دی.
دغه سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان تېره ورځ د عليګودرز په مرکزي زندان کې د قصدي وژنې په تور اعدام شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د جلال ستانکزي په نوم دغه افغان څلور کلونه وړاندې په یاد هېواد کې د یوې قصدي وژنې په تور ونیول شو او تېره ورځ اعدام شو.
نوموړي سازمان د دغه افغان د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د یو شمېر هغو بنسټونو د خپرو شویو راپورونو پر اساس، چې له ایران څخه دباندې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي، یاد هېواد د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیل راهیسې د بېلابېلو جرمونو په تور شاوخوا ۷۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.