سمسور (۴غبرګولی۱۴۰۱) ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې دغه ولایت کې یو کس خپل ورور تر لفظي شخړې وروسته، د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
د سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې پېښه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د مالوماتو له مخې، وژل شوی کس احسان الله نومېده او د کابل ولایت اوسېدوونکی و.
سرچینه وایي، چې دغه پېښه د دواړو کسانو ترمنځ د کورنیو ستونزو له امله تر لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ځایي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.