کابل کې موټربم چاودنې ۹ کسان وژلي او له ۲۰ زیات ټپیان دي

کابل کې موټربم چاودنې ۹ کسان وژلي او له ۲۰ زیات ټپیان دي


  • 4 کاله دمخه (20/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1248

 

کابل کې د ولسي جرګې پر یوغړي موټربم چاودنه کې ۹ کسان ووژل شول.

چاودنه د کابل سپین کلي څلورلارې کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان وشوه، چې په نتیجه کې یې ۹ ملکي کسان ووژل شول او د خان وردګ په شمول تر ۲۰ زیات ټپیان شول.

سیمه کې عیني شاهدان ددې چاودنې له امله خلکو ته د ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي او وایي دې چاودنې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کورنیو چارو وزیر، چې تر چاودنې وروسته سیمې ته تللی وایي داسې اطلاعات یې ترلاسه کړي چې د کوټې شورا په خپله وروستۍ ناسته کې فیصله کړې چې د افغانستان په ښارونو کې به حملې زیاتوي.

ددې برید مسئولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی، خو کابل کې د پاکستان پر سفارت سربیره، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او یوشمېر هیوادونو دغه برید غندلی دی.

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بیلا بیلو اعلامیو په خپرولو سره دا برید غندلی دي.