د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي وايي، دوی په پام کې لري چې د علمي شخصیتونو، مخورو او دیني عالمانو جرګه جوړه او د اسلامي امارت له حکومت سره یې خبرو ته کېنوي.
د دغه کمپاین د رسنیزې کمېټې مشرې زرکې ملیار که څه هم رسنیو سره خبرو کې په دې اړه ډیر جزیات ورنه کړل؛ خو ویې ویل، د نجونو زده کړې د ملت غوښتنه ده، نو ځکه دوی غواړي چې د ملت د استازو له ادرسه یې د ااا له حکومت سره مطرح کړي.
د هغې په خبره په دې جرګه کې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره مخامخ خبرې باید وشي او ترې په کلکه وغوښتل شي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
نوموړې ویلي دا د ملت غوښتنه ده، د قرآن غوښتنه ده چې د زده کړو ټولې دروازې که د ښوونځیو دي که د پوهنتونونو، د نجونو پر مخ خلاصې شي.
د یادونې ده، چې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین په افغانستان کې د ااا حکومت له خوا د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو ورسته د روان زېږدېز کال په جون میاشت کې په فعالیت پیل وکړ.