د ټرافیکو عمومي ریاست هغو چلوونکو ته، چې موټر یې له حده زیات لوګی کوي خبرداری ورکوي چې خپل موټر ترمیم کړي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې دغه پرېکړه د هوا د ککړتیا او د ناروغیو د زیاتوالي د مخنیوي په پار شوې ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د موټرو د نه ترمیم کېدو په صورت کې، د ګډې کمېټې له لوري یې موټر درول کېږي او جواز سیر ترې اخیستل کېږي او جواز سیر به د موټر تر بشپړ ترمیم وروسته ورکړل شي.