افغانستان کې د پولیو پېښې په ورکېدو دي

افغانستان کې د پولیو پېښې په ورکېدو دي


  • 2 کاله دمخه (12/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 688

 

د روغتیا نړیوال سازمان « (WHO) ویلي، په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ویروس د ورکېدو په حال کې دی.

یادې ادارې تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې اوس مهال د پولیو مثبتې پېښې تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلې او دا هېواد له پولیو څخه د پاکو هېوادونو لیست ته په نژدې کېدو دی.

یاد سازمان زیاته کړې چې دې هدف ته د رسېدو لپاره یې خورا ډېرې هڅې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم په کې د پولیو پېښې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې.