سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) پاکستان وایي، طالبان خپل هر تصمیم په خپله خوښه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان په هره مسئله کې خپلې پرېکړې او تصمیمونه په خپله خوښه کوي او زیاتوي، چې موږ په دې لټه کې یو تر څو طالبان هغه څه ته حاضر او قانع کړو کوم کې چې د دوی ملي ګټې خوندي وي.
قریشي له طالبانو غوښتي، چې د سولې روان بهیر کې خبل ګډون دوامداره وساتي ځکه افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلای شي.
د قریشی دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ولسمشر غني د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته د دولتي مډالونو د ورکړې پر مهال ویلي و، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي.