د پاکستان او افریقا ترمنځ د سیریز وروستۍ او فاینل لوبه.

د پاکستان او افریقا ترمنځ د سیریز وروستۍ او فاینل لوبه.


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1758

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) د پاکستان او افریقا ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د درې پنځوس اوریزو لوبو وروستۍ لوبه نن د اپریل په اوومه نېټه ترسره کېږي.

دغه لوبه چې د افغانستان په وخت شاوخوا دولس بجې پیلېږي، د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده، ځکه چې له لومړیو دوو لوبو یوه پاکستان او بله افریقا لوبډلې ګټلې ده.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان افریقا ته په درې ویکټو ماتې ورکړې وه او بابر اعظم د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړې وه. په دوهمه لوبه کې بیا افریقا لوبډلې پاکستان ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه پاکستاني فخر زمان ته ورکول شوې وه؛ ځکه چې ۱۹۳ منډې یې جوړې کړې وې.

نن به دواړه لوبډلې هڅه کوي تر څو د پنځوس اوریزو لوبو سیریز په خپل نوم کړي.