سمسور نیوز (۱۴غوایي۱۴۰۲) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن او پرون له پاکستانه له ۶۳۴ تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه افغان کډوال د کندهار سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د سپين بولدک د کډوالو چارو د آمر له قوله ویل شوي، چې ۱۰۵ کورنۍ، چې ۶۳۴ تنه کېږي، په خپله خوښه او ۵۲ تنه نور بیا په جبري ډول هېواد ته را اړول شوي دي.
د مسوولینو په خبره تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور وپېژندلي دي.