د تاریخ رنګین تکرار

د تاریخ رنګین تکرار


  • 1 کال دمخه (16/10/2023)
  • کامران احمدزی
  • 577

شاوخوا ۱۰۳ کاله وروسته؛

د وطن په لویدیځ کې زلزلې ځمکه لړزوله؛ زرګونه هېوادوال پر ډاګ پراته وو، د اوسېدو خونې یې اوارې شوې وې، ټول وطن په غم و، ماشومانو له یخنۍ چیغې وهلې او لویانو د کورنۍ په ورکو غړو پسې له زړه وینې څڅولې.

یوه وړه ډلګۍ راپورته شوه، د غم له لوی دریاب یې سر راهسک کړ؛ خو پر څېرو یې نښې نه ورکېدې.

د هند ډیلي ته ورغلل، له لوی سیال سره یې پنجه واچوله، د نړۍ پام ورته نه وو؛ د وطن د سرلښکر لومړني توپان نړۍ هیښه کړه، د ټولو پام را واوښت، پاڼۍ لا ختمه نه وه؛ خو د افغان لښکر مخکښ کسان سوځېدلي وو.

له وجوده ډنګر ځوان راښکته شو، د دوښمن تازه اخیستې ساه یې بېرته وربنده کړه، څو پرلپسې بالونه یې تر پولو واړول؛ یو وار بیا شور جوړ شو، پاڼۍ ختمه شوه، ستړو سرتېرو دمه وکړه.

قوي سیالان یې میدان ته راغلل؛ خو دوی ورباندې داسې حمله وکړه، لکه وږي زمریان.

یو په بل پسې یې له مخې پورته کول، چا سر نه شوی پورته کولی؛ کله کله به یې د بري خوب لیده؛ خو د افغان زلمي ګذار به یې هیلې ور مړې کړې.

میدان چیغو اخیستی و، د هند په پلازمېنه کې تاریخ جوړېده، نړۍ ورته ګوته په غاښ وه.

د زخمي وطن بچي په باکماله ګوتو کې بال تاوېده، د دوښمن وروستۍ سلګې وې، بال یې خطا کړ، ویکټ یې وویشته؛ د بریا یوه عجیبه چیغه وشوه، خلکو له خوښۍ ژړل؛ له کابله ډېر لرې، په هند کې د وطن درې رنګه توغ ورپېد، تاریخ تکرار شو؛

یوه پېړۍ وروسته تکرار!

اه!

څه په ځنډ تکرار!

 څه له بې شمېره قربانیو وروسته، څه د وینو له سیلابونو وروسته، څه د ګلغټیو له رژېدو وروسته، څه د لوی خزان له تېرو او سپیرو سیلیو تېرولو وروسته تکرار!

د خوښۍ اوج و، چا ژړل، چا خندل او چا خپل حواس له لاسه ورکړي و.

همغه کم عمره تنکی ځوان راوغوښتل شو، تر څو د خپلې خوارۍ بدل واخلي.

راغی، پرمخ یې د خوښۍ موجونو څپې وهلې؛ خو زړه یې د هېواد د لویدیځ له زلزله ځپلو سره و.

په خوږه پښتو یې پیل وکړ، د لوی خدای شکر یې ادا کړ، خپله جایزه یې د خوږمنو هېوادوالو په نوم کړه.

هلته چې له نورو ځان هېر و، له دوی هېوادوال هېر نه و.

نو؛

زما د ټپي ټپي وطن بچیانو!

مننه، چې یوه پېړۍ وروسته مو د تاریخ رنګین تکرار وکړ!