د اوکراین او روسیې د کړکېچ په دوام دا ځل روسیې پر اوکراین لرې واټن وېشتونکی توغندی توغولی دی.
د اوکراین د دفاع وزارت ویلي چې دا توغندی د اتومي وسلې له خولۍ پرته د یو څو نورو کوچنیو توغندیو په ملتیا د یاد هېواد پر سويلي ولایت دنيپرو توغول شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې (RS-26 Rubezh) روسي توغندی ۶۰۰۰ کېلو متره لرې واټن وېشتلی شي او د نورو وچو د وېشتلو توانایي لري.