ترکیې په ناټو سازمان کې د سوېډن غړیتوب ومانه

ترکیې په ناټو سازمان کې د سوېډن غړیتوب ومانه


  • 10 مياشتي دمخه (24/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 447

ترکیې تر شل میاشتني ځنډ وروسته په ناټو سازمان کې د سوېډن غړیتوب منلی دی. 

د دغه هېواد پارلمان هغه سند د رایو په اکثریت سره تصویب کړی، چې له مخې یې اوس سوېډن د ناټو غړیتوب ترلاسه کولای شي.

یاد سند لا هم د وروستي کېدو لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان تاییدي لاسلیک ته اړتیا لري.

امریکا او سوېډن د دغې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې یاد سند به د ولسمشر اردوغان له لوري هم لاسلیک کېږي. 

ترکیې تر دې وړاندې له ناټو سازمان سره د سوېډن د یو ځای کېدو مخالفت کړی و، چې ناندرۍ یې وپارولې. 

اوس یوازې هنګري پاتې دی، چې تر اوسه یې په ناټو کې د سوېډن غړیتوب ته اجازه نه ده ورکړې.