نن سبا يو ځل بيا خلکو سره د راتلونکې کابينې سودا ده . ځکه د کابينې ښه والى او بدوالى د ولس له ژوند سره سيده اړيکې لري .
دا نن چې دولت د نړۍ د مفسدو هېوادونو په ليکه کې لوړ ځاى لري ، دا نن چې افغانستان د نشه يي توکيو ستر توليدونکى دى ، او دا نن چې هېواد .....
او دا نن چې يو نيم ښه کار شوى او په کومه برخه کې ولس ته اسانتياوې برابرې شوي نو هم د حکومت له اړوندې برخې سره تړاو لري .
حامدکرزي ، چې کله پنځه کاله وړاندې کابينه اعلانوله ، نو ځنډ يې په کې وکړ او بيا يې وويل : (( شه مسلکي کابينه به جوړوم . ))
خو وروسته بيا د مسلکي کابينې نتيجه دا شوه چې د يوه مسلکي انجينر پر ځاى پوځي افسر وټاکل شو او د مسلکي کسانو دخدمت مزه هم خلکو و څکله .
نن سبا بيا خلک کابينې ته په تمه دي ، خو نا اميده دي ځکه دوى پوهېږي چې دا ځل به هم کابينه د قوم او سياسي ملحوظاتو پر بنياد جوړېږي او د همدې لپاره ځينو سره ژمنې هم شوي دي .
اساسي قانون د وزير کېدو لپاره شرايط ټاکلي دي ، په دغو شرايطو کې لوړ تحصيلات ، کاري تجربه او نيک شهرت هم راغلي دي .
په تېر ه کابينه کې لوړ تحصيلات او کاري تجربې ته تر يوه حده پام شوى وخو بياهم ښه نتيجه يې ورنه کړه .
په نوې کابينه کې به هم د همدې فورملې له مخې د لوړو تحصيلاتو او کاري تجربو کسان راولي خو ستونزه به په خپل ځاى وي ، دا ځکه چې يو مهم شرط ته پاملرنه ، نه کېږي .
مهم شر ط :
د کابينې ټاکل د ولسمشر حق دى ، چې د ملي شورا له تايد وروسته ، دغه حق د عمل جامه اغوندي .
زه ځانته دا حق نه ورکوم ، ځکه ولسمشر يواځې نه دى او په درجنونو سلاکاران ترې راټول دي ، هرڅوک چې ترې خپه شوى خپل مشاور يې ټاکلى دى او هغوى مشورې هم ورکوي چې له برکته يې زموږ دغه حال دى .
خو زه هم يوه طرحه لرم :
زما په اند داځل کابينه کې بايد له ټاکل شويو شرايطو سربېره يو بل مهم شرط هم لازمي شي او هغه دا چې وزير بايد د وطن پالنې قوي حس ولري او دغه حس يې په عمل کې تر څارنې لاندې ونيول شي .
يواځې تخصص شرط نه دى ، د تخصص يوه وړه بېلګه په پوهنې وزارت کې ليدلى شى .
وګورئ ، په دغه وزارت کې په لسګونو کسان د سلاکارانو او متخصصانو په نوم لوړ ډالري معاشونه اخلي ، په قيمتي موټرو کې ګرځي ، خو تاسو خبرياست چې د همدغو متخصصانو په موجوديت کې چې د ښونځيو لپاره کوم کتابونه چاپ شول څومره ستونزې يې لرلې ؟ له املا او انشاء نيولې بيا د کاغذ ترکيفيته يو هم د کار نه وو .
نو لوړې زدکړې ډېرې مهمې نه دي ، ځکه دا په افغانستان کې ډېره اوږده مخينه نه لري ، لومړى پوهنتون د نادر خان په وخت کې جوړ شوى او له هغه وخته يوه پېړۍ هم نه پوره کېږي .
خو موږ که له دې وړاندې نظامونه وګورو ، نو وينو چې له لوړو زدکړو پرته هم خلکو ستر سياسي او ټولنيز خدمتونه کړي دي ، چې بېلګه يې د ميرويس نيکه زرينه دوره ده .
همدارنګه د تيموريانو دوره او په ځانګړې توګه د سلطان حسين بايقرا په واکمنۍ کې چې په هرات کوم کارونه شوي ، د هېرېدو نه دي .
د اريانا لومړنى واکمن ياما هم ، لوړې زدکړې نه لرلې خو بزګرانو لپاره چې هغه وخت د اقتصاد يواځينې سرچينه وه ، ښه پلانونه لرل .
ددې لامل دا وو چې هغو خلکو وطن دوستي لرله او په خپل ولس ميين وو .
موږ په معاصره دوره کې هم وطندوسته کسان په حکومت او حکومتي ادارو کې لرل .
د ظاهر شاه د واکمنۍ دکرنې وزير ډاکټرصاحب عبدالوکيل او د همدې شاهۍ دورې د کابل ښاروال غلام محمد فرهاد ( پاپا) او يو شمېر نورو نومونه اوس هم د وطندوسته شخصيتونو په توګه د خلکو پر ژبو دي .
د ډاکټر صاحب وکيل خدمتونه خو په هېواد کې محدود پاتې نه شول ، له پولې اخوا کوټه او سوات کې هم د ميوه لرونکيو باغونو په برخه کې د يادولو وړ خدمتونه وکړل .
اوسمهال د وطندوسته کسانو پيدا کول شايد ستونزمن ښکاره شي ، ځکه د وطن دوستۍ دعوې هرڅوک کوي تاسو ته به د کانديدانو شعارونه او د هغوى تېر عملونه ښه په ياد وي .
د وطندوسته کسانو د شناخت يوه علامه داده چې دوى بايد د عام ولس په څېر عادي ژوند ولري ، د يوې ورځې لګښت يې د يوه کلي له يو مياشتني لګښت سره برابر نه وي .
ما له ډېرو سپين ږيرو اورېدلې چې د کابل پخواني ښاروال پاپا به شپو خوله پر سر وه ، په خاورو دوړو کې به په کارګرو ګرځېده او د غنمو ډوډۍ به يې له تازه ګندنې سره خوړله .
د نوي کابينې هر وزير بايد دې ته تيار وي چې د هرې مياشتنۍ په پاى کې مکمل راپور په يوه عمومي غونډه کې وړاندې کړي .
خو د حساب ورکونې اونۍ په څېر نه چې يواځې د خلکو سترګې له خاورو ډکې کړي .
هغه بايد هر ډول حساب ورکولو ته چمتو وي او که معمولي غبن يې هم کړي وي بايد جبيره يې کړي ، سزا يې وګالي او له څوکۍ لرې شي .
د نوي حکومت په ټاکلو کې ډېر فکر په کار دى ، که څېر ه پخواني وي نو بايد د پخوانيو اعمالو په تله کې وتلل شي او که نوې وي نو بايد په ټاکلو کې يې ډېر غور وشي .
او داسې څوک و ټاکل شي چې حساب او کتاب ته غاړه کېږدي او ملي ګټې يواځې په خپلو شخصي ګټو کې ونه ويني .
کابل د لړم ٢٢مه