روسیې له چین سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې

روسیې له چین سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې


  • 2 مياشتي دمخه (23/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 81

د چین او روسیې ولسمشرانو د بریکس کنفرانس په څنډه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراخوالي ټينګار کړی دی. 

د روسیې ولسمشر ولادېمېر پوتین د چین ولسمشر شېجېن پېنګ سره په لېدنه کې ویلي چې روسیه غواړي د نړیوال ثبات د تضمین په پار له چین سره خپلې اړېکې قوي کړي. 

پوتین زیاته کړې چې د نړۍ په مسایلو کې د چین او روسیې رایه برخلیک ټاکونکې ده. 

هغه ویلي چې د نړیوال امنیت په ثبات او د عادلانه نظم په برخه کې به په ټولو اړخونو کې د نظر پر یووالي کار وکړي.