د امریکا افغان ژباړونکي: دغه هېواد دې موږ ور وغواړي.

د امریکا افغان ژباړونکي: دغه هېواد دې موږ ور وغواړي.


  • 3 کاله دمخه (23/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1123

سمسور (شنبه د غوایي ۴) کابل ښار کې د امریکا لسګونو پخوانیو افغان ژباړنو او کارکوونکو په یوه اعتراضي راټولېدنه کې امریکا ته د ورتلو لپاره له دغه هېواده غوښتي، چې د خپلو دوسیو برخلیک یې ورمعلوم کړي. 

دوی له امریکا غواړي چې دغه هېواد ته د لېږدولو لارې چارې ورته برابرې کړي.

دغو ژباړوونکي همداشان ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره یې ژوند ته خطرونه ډېر شوي او ګواښ کوي که غوښتنه یې ونه منل شي، کابل کې به د امریکا سفارت مخې ته پرلت ووهي. 

د افغان ژباړنو د برخلیک په اړه اندېښنې وروسته له هغه دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.