د غیرقانوني کډوالو په اړه؛ د بایډن له طرحې سره ۱۶ ایالتونو مخالفت کړی

د غیرقانوني کډوالو په اړه؛ د بایډن له طرحې سره ۱۶ ایالتونو مخالفت کړی


  • 3 مياشتي دمخه (25/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 110

د امریکا ۱۶ ایالتونو د بایډن د هغه طرحې په اړه شکایت کړی، چې پر بنسټ به یې هغه غیرقانوني مهاجرین چې له امریکایي طبعه وګړو سره یې واده کړی وي په اسانه د امریکا تابعیت تر لاسه کړي. 

ددې پروګرام په اساس نيم مېلیون وګړي کولای شي چې د امریکا تابعیت واخلي. 

دا شکایت د امریکا د داخلي امنیت ادارې، ددې ادارې رئیس الخاندرو مایورکاس او د بایډن د ادارې نورو استازو په اړه شوی دی.

یاد کسان او ادارې له قدرت په ناسمې ګټه اخېستنې تورن شوي دي.