سنډرز: کانګرس کې د نتانیاهو وینا د شرم وړ ده

سنډرز: کانګرس کې د نتانیاهو وینا د شرم وړ ده


  • 2 مياشتي دمخه (24/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 118

د امریکا مشهور سناتور برني سنډرز په تازه څرګندونو کې په کانګرس کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وینا کول د شرم وړ بللې ده.

ښاغلي سنډرز نتانیاهو یو جنګي جنایتکار بللی او زیاته کړې یې ده چې د غزې کړکېچ په اړه بې غوري یوه بې مسوولیتي ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه اسراییلي چارواکی امریکا ته تللی او ټاکل شوې چې د یاد هېواد کانګرس ته به وینا وکړي.

کانګرس ته د نوموړي وینا ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي.