مجاهد: د افغانستان په اړه د روسیې چارواکو خبرې بې اساسه دي

مجاهد: د افغانستان په اړه د روسیې چارواکو خبرې بې اساسه دي


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 303

اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر  سرګي شویګو  د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکي افغانستان منځنۍ اسیا ته تر ټولو ستر خطر دی، وایي چې د روسیې د حکومت دغه معلومات جعلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي  چې دغه معلومات د ځینو هېوادونو له خوا د استخباراتي چینلونو له لارې ورکول کېږي چې ناسم دي.

د نوموړي په خبره، افغانستان اوسمهال امن دی، ثبات لري او  نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه دی.

مجاهد ویلي  په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.