د بخښنې سازمان؛ د افغان کډوالو جبري ایستل ودروئ!

د بخښنې سازمان؛ د افغان کډوالو جبري ایستل ودروئ!


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • عبدالبصیر رحمتزی
  • 41

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ايستلو لړۍ دې ودروي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د بشري او کډوالۍ نړیوالو حقونو ته په کتو دې له افغان کډوالو سره چلند وشي.

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ زیاتې کډوالې له پاکستان په زور افغانستان راشړل شوي.