سوېس له افغانستان سره د نږدې دوه میلیون ډالرو مرسته وکړه

سوېس له افغانستان سره د نږدې دوه میلیون ډالرو مرسته وکړه


  • 9 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 351

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې له افغانستان سره د سوېس د ۱.۹ میلیون ډالرو د مرستو خبر ورکړی دی. 

اوچا نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه پیسې یې د افغانستان بشري صندوق ته سپارلې دي.

دې ادارې د سوېس له دې مرستو مننه کړې او زیاته یې ده، چې دغه هېواد تیر کال د مرغومې په میاشت کې هم له افغانستان سره د څلور میلیون ډالرو مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې روان اقتصادي ناورین د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.

تر دې مخکې هم اوچا اعلان کړی و، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پېچلي بشري بېړني حالت سره مخ دی.

دغه دفتر وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.