له سرپرست حکومت غوښتنه؛ د نجونو پرمخ د زدکړو دروازې خلاصې کړئ

له سرپرست حکومت غوښتنه؛ د نجونو پرمخ د زدکړو دروازې خلاصې کړئ


  • 11 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • وحیدالله ځدران
  • 390

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
نوموړي د زده‌کړې نړویوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د یو هېواد عزت او پرمختګ په ښوونې او روزنې پورې تړلی؛ نو په کار ده، چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

په همدې حال کې تېره ورځ د یوناما مشرې روزا اتونبایوا هم ویلي چې د نجونو پرمخ د زدکړو بندیز دوام د منلو وړ نه دی.
هغې  ویلي، دا د ټولو غوښتنه ده چې په افغانستان کې دې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

بل لورته د افغان نجونو او میرمنو لپاره د بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د زدکړو حقونو په برخه کې همغږي ولري.

د یادونې ده چې اسلامي امارت وايي، د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه دایمي نه دي او د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د کار او زدکړو زمینه برابره شي.