د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا په ۱۸ ولایتونو او سالنګونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل کړی دی.
د وزارت خبرپاڼه وايي، چې د باران اورېدلو کچه به له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د واورې اورېدلو کچه به له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو پورې وي.
د سرچینې په وینا، دغه اټکل په فاریاب، میدان وردګ، بامیان، کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، کندز، سرپل، بغلان، بلخ، جوزجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې شوی دی.
دا اټکل داسې مهال ورکول شوی، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د برف کوچ ښویېدو له امله یو کس ووژل شو او درې تنه نور ژوبل شول.