له افغان حکومت وروسته؛ طالبانو هم د خلیلزاد طرحه رد کړې.

له افغان حکومت وروسته؛ طالبانو هم د خلیلزاد طرحه رد کړې.


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1408

د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي آستازي، زلمي خلیلزاد د جګړې ختمولو په موخه او د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره د روانې جګړې ښکېلو خواوو ته د موقت حکومت او بن په څېر د یوې لویې غونډې جوړېدو طرحه وړاندې کړې؛ خو داسې ویل کېږي، چې طالبانو د یادې طرحې سره مخالفت کړی دی.

 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو طالب استازي رویټرز اژانس ته ویلي، چې دوی به په لنډمهالي حکومت کې ګډون و نه کړي او په خبره یې د نوي حکومت له جوړېدا سره مخالفت نه کوي.

 

له بل لورې بیا ولسمشر محمد اشرف غني هم واک ته د رسېدو لپاره پر ټاکنو ټینګار کړی دی.

 

ولسمشر غني، چې د ملي شورا ۱۷مې تقنیني دورې دریم کال پرانیسته کې خبرې کولې ویلي یې دي، جئ ټاکنې د ولس مسلم حق دی او په هېڅ قیمت به د ولس په حق معامله ونه شي.

 

د یادونې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د کابل تر سفر وروسته دوحه کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره کتلي دي.

 

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ ویلي و، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د هوکړې پر ژمنتیا او په تطبیق یې خبرې شوي.

 

هغه زیاته کړې وه، چې په دې ناسته کې همدا رنګه د افغانستان په روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحثونه تر سره شوي دي.

 

باید یاده شي، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په اداره کې دا لومړی ځل دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له طالبانو سره پر افغان سولې خبرې اترې کوي.