د کرونا ویروس د ۷۸ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۷۸ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1022

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۴ تنه مړه شوي او تازه ۷۸ تنه نور پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا همدې موده کې د یاد ویروس له امله ۶۷ تنه نور بیرته رغیدلي هم دي.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو ناروغانو شمیر ۵۴ زره او ۷۵۰ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۹۰ تنه مړه شوي او ۴۷ زره او ۳۶۵ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دي.