قومندان شورا ته ځي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ل ( مین )
  • 1182

ووې قـــــومنــــــــدان: مجـــاهــديـــنو مــــاتــــه وګــــورﺉ!
روی د پــــاک رســــــول، د مـــــدينــــــې مــولا ته وګورﺉ
کـــفـــر وطـــــن لانــــدې کــــړ، لـــږ دې بــــلا تـــــه وګــورﺉ
بـــاب ولســـمشـــري شـــوه، دې ســاري وبــا ته وګورﺉ
ماته رايـه راکــړﺉ کــه لـــه کفـــره خـــلاصــــېده غـــواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
 ســم سوتـــره ځــــان پوه کړﺉ د غازيانو زه کانديد يمه
بـــر د جــــګړه مـــارو پــــاټکيـــانـــــو زه کـــانــــديـــد يـــمه
کـــــــوز د «آی اس آی» د پنـــجابــــیانـــو زه کانديد یمه
بل د ځـــــــان وژونـــــکو عــــــربـــــانــــو زه کـــانــــديد يمه
مــــــاتـــــــــه رايــــــــه راکــړﺉ کــه د دين لپاره ښه غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
زه ستـــاســــې د سيمې قــــومنـــدان، د تاسې پلار يـمه
زه د يــــــــرغلـــــــګرو جـــــهاديـــانــــو يــــو ســــــردار يــمه
زه د سخــــــــــت دريځـــــــــو مـــشرانـــو افتـــــخــــار یـــمه
مـــــــــاتـــــــه را تسلـــــــــيم شـــۍ، زه همـغه ټوپکمار یمه
ووايــی بـــــدمخو نور زما په شان کې څــــــــه غــــــواړﺉ
چــــــــېرې تــــــر مــــا ښــــــه غواړﺉ؟
 
مــــــوږ پــــه پارلمــــان کــــې يـوه تګلاره جهادي غواړو
مـــــــــــــوږه د اپــــــــينـــــــو د کــــــرلــــــــو آزادي غــــــــواړو
موږ د جګړه مـــارو ټــــــوپــــــکيانو آبـــــــــادي غـــــــواړو
مـــــــــوږه د ملـــــــــــګرو ملـــــــــــتونـــــــو بــــربادي غواړو
نور په دې مرام کې تر دې پورته څـــــــه خـــواږه غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
زه چـــــې قــــومنــــدان يم هم حاجي، حاجي وکيل به شم
نــــــوم مــــــې خــــــلل خان دی، نوم به واړوم خليل به شم
کـــــــله چـــــې وکـــيل شــــــــم، که خرګوټی يمه فيل به شم
اوس کــــــــه تــش کــــــدو يم، مرچکی او زنجپيل به شم
ســـــــره پــــــونـــډ به درکمه، که تاسې له ما سره غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
زه کـــــــه رايــــــــه يــــــوســـــم جمهوري په جمهوري وهم
واک به زما خپل وي خـــــــــو نـــــــــارې به د وروري وهم
ساز به پخوانی وي، خـــــو نغـــمه بـــــه یې عصري وهم
پـــــټه غـــــلا بـــــه پـــــرېــــــــږدم خـــــــزانه به حضوري وهم
تـــــاســــې چـــــې زمـــــــا د دبــــدبــــې پــــــراخېــده غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
زه کــــــه رايــــــــه يـــوسمــــه، جهــــاد بـــه رويــــــکار کمه
بـــــیا بـــــه تــــــــاســــــــې ګــــــرده خـــاوندان د اقتدار کمه
بــــــېرتـــــــــه بـــــــه رواج د قـــــــاچــــاقـــونو کار و بار کمه
نـــــــــوي هېــــــــــرويــــــــين بــــــــه بـــــازارونو ته تيار کمه
اې خــــانــــــــه خـــــرابـــــو لـــه وکيل څخه نور څه غواړﺉ
بــــد غــــواړﺉ، کـــــه ښه غواړﺉ؟
 
زه که رايه يــــوسم، ستــــــاسې ستونزې به آسانې شي
بـــــل جهـــــاد به پـــــــيل شـــــــــي خبـــــــرې بـــــه روانې شي
بیـــــــــــا بــــــــه د تــــــريــــاکــــــو روپــۍ بېرته پرېمانه شي
ستاسې کنډوالې او ورانـــــــې خـــــونـــې به ودانې شي
ټينګ شۍ دغه کارتــــه کــــــــه پنځه واره و اده غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 
ما شورا ته واستوﺉ، چې خلاص مــــو له خوارۍ کمه
زه به سرکاري شم تـــــــاســـــې ټــــول بــــــــه سرکاري کمه
څوک دې هسې نه نـــګـــــيري چې بیا به خــــرکاري کمه
يا به د جــــــــومــــــــــات د غلا پــــه تـــــوکــــو جواري کمه
دغه کــــار تـــه ټينګ شۍ، که د نس ماړه کېده غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

ښځې درنه لاړې لـــــــــه یـــــــوې مخــــې سرکاري شولې
کور نه لاس په سر شوې ، د یونو کارو بـــــــاري شولې
وګورئ عالمه پــــــــاکې  نجــــــونـــــه مکتــــــــــبي شولې
لاړې با زاري شــــــوې ، د نـــــــاولیـــــــو د یــــاري شولې
ما پــــسې لښکـــــــــر شــــــئ ، که د شرم ختمېده غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

ماتــــه رایه راکـــــــړئ، تلـــــــــــلې ښځـــــې درستنې کمه
خــــــــلاصــــې یــــــې لـــــه درس او له شورا او دارې کمه
بیا یـــــــې افــــــغـــانــــي ، او مسلمانــــــې پښتنــــــې کمه
کورکې یې چار میــــــــخ کـــــم او په شرع یې درنې کړمه
ما بـــانـــــــدې  أمیــــــن  کـــړئ که د ښځو رغېده غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

ولي خبــــــــر نـــــــــه یــــــاســــت چې څه کېږي زه پکې یمه
هـــــــــر مکتــــــب چـــــــې ســوځي یا لوټېږي زه پکې یمه
ګــرده کار کونــــکې چې قـــــــــتلــــــــېږي زه پــــــــکې یمه
چېـــرتـــه چـــــــې فتــــــــنه راپـــــور ته کېـــږي زه پکې یمه
تــــــاســـــي کـــــــه رښتیا د حســـــــامه په لاره تله غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

زه یـــــــم چـــــــــــې زابــــــــل او ارزګـــان مې دړې وړې کړ
زه یم چې جــــــــــومـــــــات د کندهار مې شنې لوخړې کړ
زه یــــــم چــــــــــــې زرغـــــــون جلال آباد مې د اور لړې کړ
سپــــــــین مــلا مې ګونګ کړ ، تور ملامې د بړ بړې کړ
دغه زمــــــــا لار ده ، کـــــه زمــــــا پــــه پــــلو تــــله غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

زه یو کلیــــــــــــزوم پــــــــه  جنـــــــګونـــــــو کې رهبر شومه
بیـــــــــا د بـــــــــې هــــــدفه لنـــــــډ غــــــــرو سر لښکر شومه
ورو ورو په جهــــــــاد کــــــې د ډالــــــــرو  میــــلونر شومه
هم پـــــــــروفیــــسور ، هـــم بــــــــې سنــــده انجینیر شومه
پــنډ شئ زمـــــا شـــــــاته که پـــه دې راز پوهېده غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

ای تر ایمـــــــــان ګــــــــرانـــــو هیــــــروئینو درنه جار شمه
زه درتـــــــــه لــــــــوګیــــــی شمه ، قربان شمه ، بخار شمه
دادی  زه کاندید یمه چې بیا دې خـــــــدمــــــــتګار شمه
ستا سي سوداګر شم ، قاچا قبر شم، ټـــــېــکه دار شمه
تـــاسي بــــــه ګــــــلرنــــــګو پـــــاریسو تــــه ورتله غواړئ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟
 ل ( مین )

 

یادونه : هر ه ویب پاڼه که داشعر نشر کوي دسمسور پاڼې یادونه شرط ده